عراقي ځواکونه د موصل قدیمي ښار څنډو ته په نېږدې کېدو دي

د عراق پوځي چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه د موصل د قدیمي ښار څنډو ته د نېژدې کېدو په حال کې دي.

عراقي ځواکونه چې امریکايي ځواکونه یې هم ملاتړ کوي د اسلامي دولت ډلې یا داعش له ولکې څخه د موصل ښار د ازادولو لپاره پوځي عملیات کوي.

دا پرمختګ د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې تېره اوونۍ د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د شمال له لوري پیل شول. موصل چې د عراق دوهم لوی ښار دی د داعش وروستی مرکز ګڼل کېږي.

دا عملیات چې د امریکا د پوځ په هوايي ملاتړ ترسره کېږي تېرکال په اکتوبر میاشت کې پیل شول.