د چین شینجیان ولایت تاشقرغان ښار کې زلزلې اته تنه وژلي

چینايي چارواکو ویلي چې نن د دغه هېواد په لوېدیځ کې یوې زلزلې اته کسان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکو ویلي چې د ريښتر پنځه نیم درجې په ځواک دا زلزله سهار وختي د چین د اویغور مېشتي ولایت شینجیان په تاشقرغان ښار کې شوې ده.

په دې سیمه کې اکثر تاجک اوسېږي.

د چینايي رسنیو په حواله په دې زلزله کې څه باندې یو نیم زر کورونه هم سخت وران شوي دي او ۹۲۰۰ کسان د ژغورونکو ډلو په واسطه له کورونو ایستل شوي دي.

تاشقرغان له مرکزه ۱۲۵۰ کېلو متره لیرې پروت دی او له افغانستان، پاکستان او تاجکستان سره ګډې پولې لري.