روسیې، لاوروف سره د ټرمپ د خبرو په اړه محتاطانه خوشبیني ښودلې

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرملېن د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د خبرو په اړه محتاطانه خوشبیني ښودلې ده.

د کرملېن ویاند دیمیتری پېسکوف نن وویل د دواړو هېوادونو په وړاندې زیات کارونه پراته دي.

د پېسکوف په خبره په جرمني کې د «G-۲۰» هېوادونو غونډه به د ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین تر منځ د مخامخ خبرو ښه فرصت وي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون سره وکتل.

ولسمشر ټرمپ له سرګي لاوروف سره خبرې ښې وارزولې او په سوریه کې یې د ترورېستانو د له‌منځه وړلو لپاره د ګډې همکارۍ په خاطر هيله‌مندي وښوده.

روسیه د سوریې د رژیم ملاتړې ده.