د روسیې چارواکي وايي د سن پټرزبورګ ښار په ښاري مترو کې د بم اېښودنې درې شکمن عاملینیې رسماً تورن پېژندلي دي.
د فدرال تحقیقاتو کمېټې نن وویل چې دا کسان په یوه ترورېستي پېښه کې د لاس لرلو او د چاودېدونکو توکو په کارولو تورن شوي دي.
ویل کېږي چې د اوو نورو شکمنو کسانو په اړه به هم راتلونکې اوونۍ پرېکړه وشي.
روسي چارواکو ویلي چې د سن پټرزبورګ ښار د اپرېل د درېیمې نېټې حمله د ۲۲ کلن اکبر جان جلیلاوف لهخوا شوې چې په قرغزستان کې زېږېدلی دی.
جلیلاوف خپله دې بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د امام شامل ډله چې چندانې مشهوره نهده د دې بم اېښودنې مسؤلیت په غاړه اخیستی.