سنګري: ارزګان کې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن په یو لړ عملیاتو کې د دوه طالب قوماندانانو په ګډون ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

د ارزګان امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري ازادي راډیو ته وویل افغان پوځیانو نن پنجشنبه د مرکز ترینکوټ په شمالي سیمو کې د بهرنیو ځواکونو په ملتیا هوایي او ځمکني عملیات کړي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ښاغلی سنګري وایي، په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه ټانکونه تخریب شوي او د هوايي ځواکونو په مرسته دوه کېلومتره سیمه له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوې ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړڅه نه‌دي ویلي.