اروپايي ټولنې اوکراینیانو ته د ویزې ازادولو پرېکړه کړې

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو نن په بروکسل کې پرېکړه وکړه چې اوکراینیانو ته ویزې ازادې کړي.

په دې اساس د اوکراین د اوسېدونکو لپاره وروستۍ مانع لیرې شوه او دغه خلک کولای شي د اروپايي هېوادونو "شینګین" سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د اروپايي شورا او اروپايي پارلمان غړي باید اوس دا پرېکړه د مې په اولسمه په سټراسبورګ کې تائید کړي.

د ویزې د ازادېدو مقرره به د جون له یوولسمې تطبیق کېږي.

د پرېکړې له مخې به د اوکراین هغه اوسېدونکي چې بایومتریک پاسپورټونه لري په هرو شپږو میاشتو کې د درېیو میاشتو لپاره له ایرلنډ او بریټانیا پرته اروپا ته د راتلو او اوسېدو اجازه ترلاسه کړي.

د پخواني شوروي اتحاد یوه بل پخواني غړي هېواد جورجیا ته د ویزې د ازادېدو بهیر د مارچ په اولسمه پيل شو.