ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ډېر ژر به د سولې عالي شورا لپاره نوی رئیس وټاکي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډيو ته وویل چې د سولې عالي شورا د رئیس په اړه سلا مشورې پای ته رسېدلي او ډېر ژر به یو مصلح کس د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شي.
ښاغلی مینهپال زیاتوي:
"د سولې عالي شورا د مشرتابه لپاره د افغانستان له سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او مختلفو اقشارو سره مجلسونه شوي دي او د دوی د سلا مشورو په رڼا کې به ډېر ژر د دغې شورا لپاره یو وړ کس وګمارل شي."
دا په داسې حال کې ده چې نا تائید شویو راپورونو کې راغلي چې حکومت په پلان کې لري د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکي.
جمهوري ریاست که څه هم دغه خبره نهتائید او نهیې هم ردوي، خو ټینګار کوي چې داسې یو کس به معرفي کړي چې په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د منلو وړ وي.