امریکا اوکراین ته له دې هېواده د غوڅ ملاتړ ډاډ ورکړ

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې له دغه هېواده د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا د غوڅ ملاتړ ډاډ ورکړ.

سپینۍ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي ښاغلي پنس په داسې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر پاولو کلیمکین سره وکتل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې کړې دي.

د بیان له مخې مرستیال ولسمشر په داسې حال کې د اوکراین د ارضي تمامیت په ملاتړ ټینګار وکړ چې کیف‌یې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له ملاتړ برخمنو جلاغوښتونکو سره د لانجې سوله‌ییز هواري ته وهڅاوه.

له جلا غوښتونکو سره په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د پوځ جګړه پیل شوه چې ورسره په یوه وخت روسیې د کرېمیا ټاپووزمه د یوې ټولپوښتنې په نتیجه کې د خپلې خاورې برخه وګرځوله.

د روسیې دې کار نړیوال انتقادونه وپارول.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغې ژمنې پر اساس وکتل چې په انتخاباتي کمپاینونو کې یې له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو غږ پورته کړی و.

مرستیال ولسمشر بیا په داسې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل چې کیف باوري کړي څو له روسیې سره ښې اړیکې ډېرې قیمتي نه‌تمامېږي.