بېدار: طالبانو د بدخشان اشکاشم کې یو ښوونځی تخریب کړی

د بدخاشان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په بازګیز قریه کې یو ښوونځی تخریب کړی او وسایل‌يې ترې غلا کړي دي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بېدار نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې ښوونځي څخه وسله‌والو طالبانو د مورچلې په ډول ګټه اخیسته.

د ده په خبره یاد کلی اوس‌مهال د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

دی زیاتوي:

"دا ښوونځی چې د بازګیر په نوم په اشکاشم کې وو وسله‌والو طالبانو ترې ټول وسایل وړي او له دې مخکې يې له دې ښوونځي د جنګي سنګر په ډول ګټه اخیسته."

د بدخشان مرستیال والي همداراز وویل چې وسله‌والو طالبانو د زیباک ولسوالۍ ټول دولتي وسایل او تجهیزات هم تخریب کړي او یا یې له ځانه سره وړي دي.

په وروسیتو کې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاسونو ته ولوېده چې د بېرته ترلاسه کولو لپاره‌يې لا هم د دولتي ځواکونو عملیات دوام لري.