په افغانستان کې د تعلیمي کال په پیلېدو سره سم د ماشومانو د ملاتړ اداره یا "Save the children" زدهکړو ته د افغان ماشومانو پر نهلاسرسي اندېښنه ښودلې.
یاده اداره وايي، افغانستان کې یو په درېیمه برخه افغان ماشومان چې شمېر یې ۳،۷ میلیونو ته رسېږي ښوونځیو ته نهشي تلی او همدارنګه یې ویلي چې ورځ تر بلې په دغه شمېره کې زیاتوالی هم راځي.
د اساسي او بشري حقوقو د ددې اوونۍ خپرونه د تعلیم د حق په اړه بحث ته ځانګړې شوې ده.
د افغانستان په نافذه قوانینو کې د تعلیم د حق په اړه څه ویل شوي؟
ایا دا حق د هېواد ټولو وګړو ته رسېدلی؟
که نه دی رسېدلی لامل یې څه دی؟
په دې برخه کې نورې ستونزې څه دي، او د هواري لپاره یې اړوندو ارګانونو ته څه کول پکار دي؟
په دې پروګرام کې ورباندې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ویاند احمد بلال صدیقي سره مو ورباندې بحث کړئ.
د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
چمتوو کوونکی: سیدکمال شاه عارف