د مې لومړۍ ورځ چې د کارګرانو د نړیوالې ورځې په نامه یادېږي، په افغانستان او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
د افغانستان د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې حاضر دمه يو میليون او اته لکه افغانان مطلق اوزګار دي.
د اساسي او بشري حقوقو د دې اوونۍ خپرونه د کارګر نړیوالې ورځې په اړه بحث ته ځانګړې شوې ده.
دا چې د افغانستان قوانینو کې د کار د حق په اړه څه ویل شوي؟ دا مهال ولې ګڼ افغانان بېکاره دي؟
پر ټولنه د بېکارۍ اغېزې څه دي؟
په دې پروګرام کې مو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د امبودزمن څانګې له مرستالې حنیفه ګېرووال سره ورباندې بحث کړی دی.
د بشپر پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
چمتو کوونکی: سیدکمال شاه عارف