د پاکستان پوځ د ډموکراسۍ په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی

د پاکستان پوځ له ملکي حکومت سره د مخالفت په اړه د راپورته شویو اندېښنو د لیرې کولو په ترڅ کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ډموکراسۍ په اړه په خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

دغه ډاډ وروسته له هغې ورکول کېږي چې تېره میاشت د پاکستان پوځ په یوه غیر معمولي اقدام کې پر حکومت په ښکاره د هغو اقداماتو په خاطر انتقاد وکړ چې د یوې ورځپاڼې له‌خوا د ملي امنیت د یوې سري غونډې په اړه د خپرو شویو موضوعاتو په اړه حکومت تحقیقات کول.

دغه انتقاد داسې اندېښنې زیاتې کړې وې چې ښایي پوځ بیا قدرت په لاس کې واخلي.

د نواز شریف په ګډون چې مخکېنی حکومت‌یې په ۱۹۹۹ کال د پوځ له‌خوا نسکور شو، پوځ څو صدراعظمان له قدرته لیرې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور پرون وویل چې د اندېښنو لپاره دلیل نه‌شته.

هغه وویل، دوی به له ټولو دولتي ادارو سره کار ته دوام ورکړي تر څو هغه کارونه تر سره شي چې د هېواد لپاره مهم دي.