د سوریې ملېشه ځواک د طبقه ښار او یو لوی بند له داعش ډلې نیولی

د سوریې ملېشه ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، د طبقه ښار او د سوریې تر ټولو لوی بند له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش څخه بېرته ونیوه او په دې توګه‌یې پر رقه د حملې لپاره لاره پاکه کړه.

طبقه چې د رقه په لوېدیځ شااوخوا څلوېښت کېلو مترۍ کې پروت دی، په نیولو سره‌یې رقه ته د غځېدلې لویې لارې په اوږدو کې بل د خلکو ګڼ مېشتی ستر ښار نه‌دی پاتې چې داعش پرې کنټرول ولري.

رقه داعش په سوریه کې خپل مرکز اعلان کړی دی.

د سوریې ډموکراتیک ځواک چې له کرد او عرب جنګیالو جوړ ائتلاف دی د طبقه د بېرته نیولو لپاره له څو اوونیو راهیسې له داعش سره په جګړه کې ښکېل و.

دغه ځواک ته د پیاوړي کېدو لپاره په وروستیو کې متحده ایالاتو درنې وسلې ورکړي چې دې کار د ناتو غړې ترکيه په غوسه کړې ده.

د دغه ځواک یوه سلاکار ناصر حج منصور وویل چې دغه ښار او د طبقه بند اوس په بشپړه توګه ازاد شوي دي.

له داعش سره د مبارزې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي بریت مک ګورک د ټویتر له لارې تائید کړې چې طبقه ښار نیول شوی دی.