د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د داعش د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې حکمتالله او عبدالمالک د لومړنیو تحقیقاتو پر مهال دا منلې ده چې دوی د داعش غړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه دوه کسان په پاکستان کې روزل شوي دي.
پولیس وایي چې د داعش دغه دواړه غړي په جعلي پاسپورټونو افغانستان ته داخل شوي چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو د عمومي ریاست له لوري د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې ونیول شول.