تمه ده د یوه افغان نوی فلم ترکیه کې نندارې ته وړاندې شي

یوه افغان په ترکیه کې یو فلم جوړ کړی چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې نندارې ته وړاندې شي.

د «مړو اوښکو» په نوم فلم باندې عباس محمدي درې کاله کار کړی دی.

دا فلم نوي دقیقې دی.

محمدي دوه زامن لري، د « مړو اوښکو» په فلم کې د دې ځوانانو په ګډون د محمدي د کورنۍ ټولو غړو کار کړی دی.

تمه ده چې سبا دا فلم د ترکیې په شمال کې د ترابزون په ولایت کې نندارې ته کېښودل شي.