روسیې یو ځل بیا طالبانو ته د وسلې ورکول رد کړل

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا تورونه رد کړل چې مسکو طالبانو ته وسلې ورکوي.

سرګي لاوروف پرون په واشنګتن کې له امریکایي چارواکو سره وکتل او بیا یې یوې خبري غونډې ته وویل، هغه څوک چې د افغانستان له اوسني وضعیته سم خبر دي نو باید پوه شي چې له طالبانو سره د وسلو او مهماتو د مرستې تور بې‌بنسټه دی.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه:

"موږ له طالبانو سره کار کوو، تر څو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه چې د افغانستان حکومت‌یې وړاندیز کړی و، عملي شي، په دې وړاندیز کې راغلي چې طالبان دې د سیاسي بهیر برخه شي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني، له شخړو دې لاس واخلي او له ترورېزم سره دې اړیکې نه‌ساتي."

تر دې مخکې یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو ادعا کړې وه چې د ځینو شواهدو له مخې روسیه له طالبانو سره په پوځي برخه کې مرسته کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په وروستیو کې ویلي و چې دې همکارۍ ته اندېښنه لري.