کردانو ته د امریکا له‌خوا پر وسلو ورکولو د ترکیې غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هیله‌مند دی چې د امریکا متحده ایالات به ډېر ژر له دې پرېکړې په شا شي چې په سوریه کې د داعش پر ضد کردي ځواکونو ته وسلې ورکوي.

اردوغان په انقره کې د چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، زه زیاته هیله لرم چې له دغې تېروتنې ډېر ژر لاس واخیستل شي.

بل لور ته د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس په سوریه کې د کردانو د مسلح کېدو په ارتباط د واشنګټن پر همکارۍ ټینګار وکړ:

"موږ به له ترکیې سره د دغه هېواد د شمالي سرحد د امنیت لپاره له نېږدې ګډې هڅې وکړو، دا د اروپا جنوبي پوله ده او موږ به له نېږدې په ارتباط کې یو، موږ به د هرې اندېښنې د له‌منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړو."

تمه ده چې د مې په شپاړسمه د ترکیې ولسمشر په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

اردوغان وویل چې دی به په دې لیدنه کتنه کې د کردانو د مسلح کېدو په اړه خپله اندېښنه له ولسمشر ټرمپ سره شریکه کړي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ولسمشر ټرمپ موافقه کړې ده چې د کردانو د خلکو د ساتني په نوم جزوتامونو ته چې په سوریه کې له داعش سره جنګېږي، وسلې ورکړي.

د ترکیې ولسمشر د کردانو د خلکو د ساتنې ډلې ته د یوه ترورېستي سازمان په سترګه ګوري.