د میوند اتلانو فوټبال ټیم ته د لوبغاړو انتخابي سیالۍ پیل شوې

د کندهار د میوند اتلانو فوټبال لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ نن چهارشنبه پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکتر طاهر رؤفي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ۶ لوبډلو تر منځ په دوو ګروپونو کې ترسره کېږي.

ښاغلي رؤفي وویل:

"د دغو سیالیو هدف دا دی څو د میوند اتلان د فوټبال لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي معرفي شي."

د میوند اتلان فوټبال لوبډلې ته په انتخاباتي سیالیو کې له کندهار څخه دوو او دغه‎‌راز له ارزګان، هلمند، نیمروز او زابل څخه یوې یوې لوبډلې ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ څلور ورځې دوام کوي.