د بایسکل ځغلونې ۸ کسیزه ښځینه ډله د سیالیو لپاره پاکستان ته ځي

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسؤلین وایي چې د جمعې په ورځ د ښځینه بایسکل ځغلونکو اته کسیزه ډله د پاکستان د ښځینه بایسکل ځغلونکو په سیالیو کې د ګډون په هدف اسلام‌آباد ته ځي.

د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس صادق صادقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د دوو ورځو لپاره په اسلام‌آباد کې ترسره کېږي.

د دغو سیالیو لپاره په انفرادي ډول ۳۰ کېلومتره واټن او په ډله‎ییز ډول ۸۰ کېلومتره واټن ټاکل شوی دی.

صادقي د دغو سیالیو هدف د افغان ښځینه بایسکل ځغلونکو وده په ګوته کړه.