د اروپایي ټولنې لوړپوړې ډېپلوماتې پرون د امریکا پر متحده ایالاتو له دې کبله انتقاد وکړ چې امریکا د ملګرو ملتونو سازمان سره خپله مرسته تر ۶۴۰ میلیونه ډالرو کموي.
د امریکا کانګرس تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له بودجې څخه د ۶۴۰ میلیونه ډالرو کمول تصویب کړه او د امریکا پر پوځي بودجهیې ۱۵ میلیارده ډالره ورزیات کړل.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني ویلي چې اروپایي ټولنه داوطلبه ده چې د ملګرو ملتونو د ډېرو ادارو نیمایي بودجه ورکړي، ځکه دا ټولنه د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف او نورې ادارې د سولې لپاره مهمې بولي.
موګرېني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل:
"پرېږدئ واضح او مخامخ خپلو امریکایي ملګرو ته ووایم، دا زموږ لپاره مهمه ده چې موږ د ملګرو ملتونو پر ادارو خپلو پانګونو ته دوام ورکړو، دوی د نړۍ د سولې او امنیت لپاره هغومره مهمې دي لکه دفاعي بودجه چې ده او ځیني وختونه حتی تر هغه ډېر."
موګرېني زیاتوي، اروپایان په حقیقت کې د ملګرو ملتونو ملاتړ د خپلو هېوادونو پر امنیت یوه مهمه پانګونه ګڼي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړي استازي نیکي هیلي د مې پر نهمه دغه سازمان ته د وینا پر مهال د بودجې د کموالي خبره یاده نهکړه، بلکې د سوریې، شمالي کوریا او ایران په وړاندې یې پر لا پیاوړو او تنبیهي اقداماتو ټینګار وکړ.