مسؤلین: په پکتیا کې سږ کال ۱۰۰۰ مېوه لرونکي باغونه جوړ شوي

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال ۱۰۰۰ مېوه لرونکي باغونه جوړ شوي دي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې په څه باندې یو نیم زر جریبه ځمکه باندې د کرنې ریاست د باغدارۍ د ملي پروژې او کروندګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

ښاغلی تسل وایي چې د دغو باغونو په جوړولو سره په پکتیا کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.