ولسي جرګه: حکومت باید د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي ولسمشر باید ژر تر ژره په حکومتي بنسټونو کې د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې نن‌ د جرګې مشري کوله وویل چې په حکومتي ادراو کې په سمه توګه د خدماتو نه‌وړاندې کولو د ولس او حکومت تر منځ واټن زیات کړی دی.

ښاغلی احمدزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې څه موده مخکې د ارګ ماڼۍ ویلي و چې ډېر ژر به د هغو بنسټونو لپاره وړ کسان غوره کړي چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.