د تخار-کندز پر لار او بدخشان کې اته طالبان وژل شوي

امنیتي چارواکي وايي چې د تخار-کندز پر لویه لار او د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې اته طالبان وژل شوي دي.

په شمال کې د پامیر د ۲۰مې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي نن خبریالانو ته ویلي چې دغه طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او لاهم په یادو سیمو کې عملیات دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.