په کندهار کې یوولس وسلهوال طالبان د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ د خاک چوپان په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یو بای فور موټر چې یوولس کسان پهکې سپاره پر ماین وربرابر شو.
د ښاغلي خپلواک په خبره ماین په خپله طالبانو ښخ کړای و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.