ملي تدارکاتو اداره: د ظرفیت له پلوه جدي ستونزو سره مخ یو

د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره وايي چې د ظرفیت له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د دغې ادارې مشر یما یاري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ظرفیت د نه‌موجودیت له کبله دوی نه‌شي کولای له هغو پروژو سمه څارنه وکړي چې د تدارکاتو چارې یې د دوی له لوري بشپړې شوې وي.

ښاغلی یاري زیاتوي:

"د تدارکاتو په پروسه کې له پروژو څخه د تخنیکي ارزونې لپاره د ظرفیت نه‌موجودیت یوه لویه ستونزه ده."

ښاغلی یاري همداراز وايي چې په وروستیو کلونو کې ځینې داسې لویې پروژې هم پلې شوي چې د اقتصادي تحلیل تر څنګ په ډیزاین کې هم ګڼې ستونزې لري.

که څه هم د تدارکاتو پر ادارې تل داسې نیوکې کېږي چې ګواګې تدارکاتي پروسه خورا پېچلې او وخت نیونکې ده خو ښاغلی یاری وايي د لازم دقت لپاره باید د تدارکاتو پروسه وخت نیونکې وي.