هلمند کې ماین چاودنې يو ملکي وګړی وژلی

د هلمند ولايت مقام وايي، د چهارشنبې په ورځ سهار وختي په دغه ولايت کې د ماين په چاودنه کې يو تن ملکي وګړی وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې ماين پر يوه مازدا ډوله موټر چاودلى چې له امله‎یې دغو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په اعلاميه کې د دغې پېښې پړه پر وسله‎والو مخالفینو وراچول شوې ده.

خو تر اوسه کومې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

اعلاميه وايي په دغې مازدا موټر کې پسونه بار وو چې په چاودنه کې موټر تخريب او پسونه‌يې مړه شوي دي.