متین: غزني کې ۸۷ زده‌کوونکې نجونې مسمومې شوي

د غزني ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې تېره ورځ د یوه ښوونځي ۸۷ زده‌کوونکې نجونې مسمومې شوې دي.

د غزني والي عبدالکریم متین د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز کې د ولي ‎عدلي خاک‌ غریبا په نوم ښوونځيو مسمومې شوې زده‌کوونکې د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوې دي.

نوموړی وايي چې د زده‌کوونکو د مسمومیت لامل لا تر اوسه نه‎دی معلوم، خو په اړه‎یې پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ملکي روغتون رئیس ډاکتر باز محمد ازادي راډيو ته وویل چې د زده‌کوونکو روغتیايي حالت ښه دی او له درملنې وروسته‎يې ټولې زده‌کوونکې کورونو ته استولې دي.