د امریکا د دفاع وزیر وايي، هېواد یې په افغانستان کې له یو مشخص دښمن سره مخ دی، خو جېمز مټېس ټینګار کړی چې د هر ډول دښمن د ماتې لپاره د افغانستان د ملي یووالي له حکومت لهخوا د خلکو ملاتړ او درناوی تر لاسه کول مهم دي.
جېمز مټېس چې پرون د سې شنبې په ورځیې د ډنمارک په مرکز کوپنهاګن کې له خپل ډنمارکي سیال کلاوس یورټ فریدرېکسن سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډه کې خبرې کولې، په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکې فعالیتونو ته په اشارې وویل:
"د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله تر مشرۍ لاندې افغان حکومت ژمن دی چې د دغه هېواد خلکو ته په ځواب ویونکې توګه کار وکړي او مخکې روان دي، کله چې یو حکومت د خپلو خلکو مینه، درناوی او ملاتړ تر لاسه کړي، بیا یې هېڅ دښمن په وړاندې نهشي درېدلی."
د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي چارواکي په دې وروستیو کې افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو د استولو په اړه غور کوي.