خپلواک: د سپین‌بولدک-چمن لار لاهم د خلکو پر مخ تړلې

د چمن او سپين‌بولدک تر منځ دروازه لاهم د خلکو پر مخ تړلې ده.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک ازادي راډيو ته وويل د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ په دې اړه کتنه بې‌نتيجې شوه.

ده زیاته کړه:

"د جمعې په ورځ وروسته له دې چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې پيل شوې چې په‌کې موږ تلفات هم درلودل، هغه ورځ يوه دوه اړخيزه غونډه وشوه چې نتيجه‌یې ورنه‌کړه، د نښتو په دوهمه ورځ له دفاع وزارت څخه سيمې ته يو هيئت هم تللی وو."

د ده په وینا، د کندهار د سرحدي زون قوماندان جنرال محمد انور انبيا او د پاکستان له سرحدي قواوو څخه جنرال نديم سيمه له نېږدې وکتله او دغه کار نن هم دوام وکړ.

ده وويل چې نور اجرأت د مرکز د امر له تر لاسه کولو وروسته کېږي.

د پاکستاني چارواکو له خولې ويل شوي چې دروازه یوازې د ناروغانو پر مخ پرانيستل کېږي.