د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي زخميان شوي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې له غرمې وروسته شااوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچې سيمه کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي زخميان شوي دي.
خوګياڼی وايي، دغه چاودېدونکي توکي په یوه رکشا کې ځای پر ځای شوي وو چې چاودنهیې کړې.
تر اوسه نهده څرګنده چې دا چاودېدونکي توکي کوم ځای ته انتقالېدل.