د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل چې په سرپل ولایت کې وسلهوالو مخالفینو ته د هوا له لارې د مرستو رسولو په اړه پلټنې وکړي.
د دغې جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار نن د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، که دا رښتیا شي چې مخالفینو ته د هوا له لارې مرستې رسېږي، نو د اندېښنې وړ خبره ده.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې وسلهوالو مخالفینو ته د الوتکو په واسطه مرستې رسېدلې دي.
افغان حکومت او خپلواکو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.