د هدفي وژنو پر ډېرېدو د افغانستان د مشرانو جرګې اندېښنې

د افغانستان مشرانو جرګې په هېواد کې د هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه.

د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار نن په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د دغه ډول وژنو عاملین دې پیدا او مجازات کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ کندهار کې یو دیني عالم او د ولایت مقام مطبوعاتي سلاکار مولوي عبدالغفور پیروز، په بغلان کې مدني فعال اسدالله کهزاد او نن په پروان ولایت کې مولوي عبدالرحیم په مرموز ډول وژل شوي دي.

د ښاغلي پیروز د وژلو مسؤلیت طالبانو منلی، خو د دوو نورو تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.