د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د پکتیا پخوانی والي زلمی ویسا د کندهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د دغې ادارې ویانده منیره یوسفزاده نن ازادي راډیو ته وايي، د کندهار پخوانی والي ډاکتر همایون عزیزي د سفیر په توګه ټاکل شوی، خو په اړهیې زیات جزئیات ورنهکړل.
جنرال زلمی ویسا له دې وړاندې د پکتیا او له هغې وړاندې په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان و.
بلخوا د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د کندهار د شااوخوا ولایتونو لپاره نوې ټاکنې په پام کې نیول شوي، خو هغه په دې اړه زیات معلومات نهدي ورکړي.