د ارزګان سیمهییز چارواکي وايي، هغه کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې ناقانونه روغتونونه او درملتونونهيې خلاص کړي وي.
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر خاناغا میاخېل د سې شنبې په ورځ په ترینکوټ ښار کې د یو شمېر هغو ناقانونه روغتونونو او درملتونونو د تړلو پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې به د هغو روغتونونو او درملتونونو دروازې وتړي چې قانوني جواز ونهلري او یا هم تاریخ تېره درمليې په درملتون کې پیدا شي.
ښاغلي میاخېل دا هم وویل چې په ارزګان ولایت کې دا مهال شااوخوا ۵۰ درملتونونه شته چې ګڼ شمېر يې قانوني جوازونه نهلري او ناقانونه فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده چې ارزګان د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د مسؤلینو په وینا، خلکيې تر ډېره له صحي خدماتو بېبرخې او یا ورته خدمات په ښه توګه نهوړاندې کېږي.