کریمي: د کندز-تخار لارې اوږدو کې ۱۹ طالبان وژل شوي

د افغانستان په شمال کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې د کندز-تخار لارې په اوږدو کې یې ۱۹ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

د دغې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي نن خبریالانو ته وویل دغه طالبان تېره شپه په ګډو عملیاتو کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي په دغو عملیاتو کې افغان سرتېري چې له څو ورځو راهیسې محاصره و له محاصرې څخه ژغورل شوي او لویه لاره‌یې د ترافیکو پر مخ خلاصه کړې ده.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي چې په خان‌اباد ولسوالۍ کې یې ځینې سیمې لاندې کړې دي، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

د یو بل خبر له مخې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې یې دوه وسله‌وال طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.