اندونیزیا کې یو والي مقدساتو ته د سپکاوي په تور محکوم شو

د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا عیسوی والي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په دوه کاله بند محکوم شو.

محکمې نن په هغه دا پرېکړه وکړه.

قاضي دیوارسو بودي په جاکارتا کې د محکمې پر مهال وویل چې د جاکارتا والي باسوکي جاهاجا مقدساتو ته سپکاوی کړی او پولیس‌یې باید ونیسي.

د جاکارتا نیول شوي والي باسوکي وویل چې د دغه حکم پر وړاندې به استېناف غوښتنه وکړي.

تر محکمې دباندې سخت‌دریځه اسلام‌پالو د الله اکبر نعرې وهلې.

د جاکارتا والي باسوکي تېر کال په دې خاطر چې د دوهم ځلي انتخاباتو په کمپاین کې یې اسلام ته سپکاوی کړی و د پولیسو له‌خوا نیول شوی و.