راپورونه وايي، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خپل ځای نیوونکي ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې مایکل فلېن ته د ملي امنیت د سلاکارۍ دنده ورنهکړي.
فلېن وروسته له روسي چارواکو سره د ارتباطاتو په خاطر له دندې استعفا ته اړ کړای شو.
دا راپورونه پرون دوشنبه څو ساعته مخکې تر دې خپاره شول چې د اوباما د پخواني حکومت دوه جګپوړي چارواکي د سنا جرګې یوې کمېټې ته د دې قضیې په اړه د پوښتنو د ځواب لپاره حاضر شي.
د سنا جرګې کمېټه د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعا په اړه څېړنې کوي.
د رسنیو په څو راپورونو کې د اوباما د پخواني حکومت د چارواکو له قوله ویل شوي چې اوباما په خپله ټرمپ ته وروسته له دې خبرداری ورکړ چې نوموړي انتخابات وګټل.
د اوباما د پخواني حکومت د دغو دوو چارواکو نومونه نهدي څرګند کړای شوي.