د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د سختدریځو مخالفانو د تشدد او افراطیت وخت پای ته نېږدې شوی دی.
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا وايي، حسن روحاني دا خبره پرون دوشنبه د ایران په لوېدیځ کې د انتخاباتي کمپاین په لړ کې وکړه.
د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۱۰ ورځې پاتې دي او ښاغلی روحاني غواړي بله دوره هم ولسمشر غوره شي.
پر روحاني د خپلو سیالانو له لوري د نړۍ له سترو قدرتونو سره په ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د کولو په خاطر سخت انتقادونه کېږي.
دوی ادعا کوي چې روحاني په اقتصادي چارو کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې ناکام شوی دی.
د مې د نولسمې نېټې په انتخاباتو کې ابراهیم رئيسي د حسن روحاني اصلي سیال ګڼل کېږي.