چین د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شخړې د مناسب حل غوښتنه وکړه

چین د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شخړې د مناسب حل غوښتنه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، چین د یوه نېږدې ګاونډي په توګه له دواړو هېوادونو غواړي چې پېښه په ګډه او په مناسب ډول حل کړي او په سیمه کې سوله او ثبات خوندي کړي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت او د افغانستان د کندهار ولایت تر منځ د لقمان او نظر کلیو پرسر په نښتو کې د دوو هېوادونو لسګونه سرحدي ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبلې واوښتې.