یتنز: فلېن د روسانو تر نفوذ لاندې د راتلو له خطر سره مخ و

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یوه پخوانۍ مسؤله وايي، د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلېن د روسانو تر نفوذ لاندې د راتلو له خطر سره مخ وو.

سالي یتنز پرون وویل، تېره جنورۍ میاشت‌یې په دې اړه سپينې ماڼۍ ته خبرداری هم ورکړی و.

سالي یتنز پرون د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې ته غوښتل شوې وه.

د سنا جرګې د پرونۍ ناستې تمرکز د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلېن په اړه و چې له روسیې سره‌یې د اړیکو تر ښکاره کېدو وروسته، استعفا ته اړ کړای شو.

مایکل فلېن فبروري میاشت کې وروسته له هغه استعفا وکړه چې د روسیې له سفیر سرګي کیزلیاک سره‌یې د خپلو خبرو سم معلومات حکومت ته نه‌و ورکړي.

د امریکا د عدلیې وزارت پخوانۍ چارواکې مېرمن یتنز یوه له هغو کسانو ده چې له روسي چارواکو سره د ډونالد ټرمپ د همکارانو د اړیکو کچه ارزوي.

د امریکا فدرال پولیس هم په دې اړه څېړنې کوي.