واشنګټن پوسټ په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.
د دې مقالې عنوان دی، په افغانستان کې د داعش د مشر تر وژل کېدو وروسته، افغان ځواکونه د داعش تر کنټرول لاندې سيمې نيولو په حال کې دي.
د مقالې په وینا، وروسته له دې چې د داعش مشر عبدالحسيب لوګري د اپرېل میاشتې په ۲۷مه په ننګرهار ولايت کې ووژل شو، افغان ځواکونه د افغانستان په ختيځ کې د هغو ولسواليو پر لور خوځېدلي چې له ډېرې مودې راهيسې د دې ډلې د سخت دريځو په لاس کې وې.
افغان ځواکونه د لومړي ځل لپاره په دې وروستیو مياشتو کې دغو سيمو ته په داسې حال کې ننوتلي چې د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې سختې نښتې او بمبارۍ روانې دي.
چارواکو ويلي چې له يکشنبې راهيسې په دې سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو لهخوا ۳۴ سخت دريځي وژل شوي دي.
د واشنګټن پوسټ په وینا، په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ملا عبدالحسيب لوګري د وژل کېدو خبر د یکشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست او پنټاګون لهخوا تائيد شو چې د پنځوسو امریکايي او پنځوسو افغان ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.
واشنګټن پوسټ ليکلي چې د ملا عبدالحسیب وژل کېدل اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې ته درېيمه سخته ضربه ده.
د دې ډلې مخکېنی مشر حافظ سعيد د تېر کال په اګسټ مياشت کې د امريکا د بېپيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د امريکا پوځ د اپرېل په ۱۳مه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز تر ټولو لوی غير اټمي بم وکاراوه چې د بمونو د مور په نوم يادېږي او د راپورونو له مخې پهکې ۹۴ داعش غړي ووژل شول.
کرېسچین ټوډې:
کرېسچین ټوډې خپرونې هم په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې هم د ملا عبدالحسيب د وژل کېدو په اړه لیکل شوي دي.
مقاله ليکي چې ويل کېږي لوګري پر سردار محمد داود خان روغتون د مارچ د اتمې د حملې په شمول په کابل کې د يو شمېر لویو حملو امر کړی دی.
د خپرونې په وينا، پنټاګون تېره مياشت وويل، ملا عبدالحسیب ښايي په ننګرهار کې د افغان او امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وي چې پهکې دوه امریکایي رنجر سرتېري هم ووژل شول، خو د عبدالحسيب د وژلو خبر د يکشنبې په ورځ تائيد شو.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا ګډ عملیات بريالي وو او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش ډلې د ځپلو په هدف پيل شوي کمپاين پرمختګ دی.
په اعلاميه کې د نېکلسن دفتر ويلي چې عبدالحسيب پر سردار داود خان روغتون د حملې د دستور تر څنګ د ځايي مشرانو د سرونو پرې کولو او د هغوی د کورنیو، ښځو او نجونو د برمته نيولو او په زوره د داعش جنګياليو ته د ورودولو امر هم کړی وو.
د کرېسچین ټوډې خپرونې په وينا، ويل کېږي د خراسان اسلامي دولت نومې يا داعش په عراق او سوريه کې له داعش سره ارتباط لري خو په عملیاتي فعالیتونو کې خپلواک دي.
د دې ډلې غړي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شااوخوا درې زره ياد شوي وو خو اوسيې شمېر اتو سوو ته رسېدلی دی.