د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي چې افغانستان کې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ ميلادي کلونو کې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۳۶ په سلو کې وه خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دا کچه ۳۹ فیصدو ته لوړه شوې ده.
د نړیوال بانک د دې راپور په وروستۍ برخه کې اندېښنه ښودل شوې چې که افغانستان کې بېوزلۍ او نا انډولۍ ته پاملرنه ونهشي نو د دې امکان شته چې د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي.
خو د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وايي چې حکومت د خلکو د ژوند د ښه کېدو ژمنه کړې او دې برخه کې بېلابېلې برنامې پلې شوي دي.
نوموړی وايي:
"یو بحث دا دی چې اصلاحات رامنځ ته شوي چې په عمومي وضعیت تأثیر لري، دوهم د خصوصي سکټور پیاوړتیا ده چې همدا اوس جریان لري او درېیم د شهروندۍ میثاق پیل شو چې کاري فرصتونه برابروي."
د نړیوال بانک دې راپور کې راغلي چې د افغان حکومت له مبارزې سره-سره د بېوزلۍ کچه ۳۹ سلنه لوړه ده.
دا راپور په افغانستان کې د نړیوال بانک د رئیس شوبهم چوهدري په قول لیکل شوی او په وینا يې د افغانانو د اقتصادي پراختیا په هدف هڅې باید دوه چنده شي.
د نفوسو د زیاتېدو د کنټرول او د دولت د پلان نهموجودیت، بېسوادي، ناامني، داخلي کشکمشونه او بېروزګاري هغه عوامل دي چې له املهيې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۱ عشاریه ۹ میلیونه وګړي مطلق بېروزګاره دي.
د چارو کارپوهان وايي، که د پانګونې ډېرېدل او بهرنۍ مرستې له یوې خوا د اقتصادي پراختیا سبب شوي خو د بېروزګارۍ د کچې په ټیټوالي کې يې هېڅ ډول رول نهدرلود.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم په حکومت نیوکه کوي چې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ د لهمنځه وړلو لپارهيې هېڅ ډول برنامې نهدي پلي کړي.
له ډلې يې سیفالدین سیحون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دولت د بېوزلۍ د لهمنځه وړلو او ټولنیز تأمین ته جدي پاملرنه نهلري، نو له دې امله که د بېوزلۍ، بېروزګارۍ او د اقتصادي ستونزو ګراف لوړېږي نو د دې نظام د تفکر او فلسفې له کبله دی."
ښاغلی سیحون ټینګار کوي چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو او د بېروزګارۍ د کچې د ټیټوالي په هدف باید دولت بېلابېلې لویې برنامې پلې کړي.
د ده په خبره د اقتصادي نظام تغییر او د کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د بېوزلۍ د کچې په کمولو کې مهم رول لري.
راپور: اکرامالله اکرام