د امريکا دفاع وزير جېمز مټيس ويلي د امريکا متحده ايالات به د روسيې هغه پېشنهاد په دقت وارزوي چې په سوريه کې د خوندي ساحو د ايجاد په باب دى.
د دې پېشنهاد هدف په جګړه ځپلې سوريه کې د بحران کمول دي. ښاغلي مټيس نن دوشنبه خبريالانو ته دغه څرګندونې وکړې.
په همدې حال کې د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم نن په دمشق کې د خبر پر مهال په سوريه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو ګمارنه رد کړه:
"د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې به دلته نړيوال ځواکونه حضور ونه لري. روسيې د دې موافقې د يوه تضمينوونکي په توګه ډاډ راکړى چې د پوځي پوليسو ځواک به وګمارل شي، د دغو ساحو د څارنې لپاره به يو مرکز فعال وي. په دغو ساحو کې به د ملګرو ملتونو يا هم نړيوالو ځواکونو رول نه وي موجود."
د خوندي ساحو د ايجاد پلان روسيې پېشنهاد کړى چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد عمده ملاتړې ګڼل کېږي، ترکيې او ايران يې هم ملاتړ کړى دى.