بنسټونه: خوست کې په تلاسیمیا اخته ماشومان مرستې ته اړ دي

په خوست کې یو شمېر خیریه بنسټونو د دوشنبې په ورځ د ټولنې له شتمنو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې د تلاسیمیا په ناروغۍ اخته ماشومانو سره د درملنې په خاطر مرستې وکړي.

دوی وویل، خوست کې د تلاسیمیا په ناروغی اخته سلګونه ماشومان شته چې کورنۍ يې بې‌وزله دي او په دوامداره توګه خپلو ماشومانو ته د وینې د ورکولو او د درملو د اخیستو توان نه‌لري.

خوست کې خیریه بنسټونو دغه غوښتنه په دغه ولایت کې د تلاسیمیا د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې پر مهال وکړه.

بل‌خوا د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ګل‌ محمدالدین محمدي هم په یاد ولایت کې د دا ډول ناروغانو لپاره د وینې د یوه مجهز بانک جوړول د یوې اړتیا په توګه یاد کړ.