پاکستاني پوليس وايي، د دوشنبې په سهار پېښور ته نېږدې د نجونو له يوه ښوونځي بهر بمي چاودنه شوې چې دوه پوليسيې ټپيان کړي دي.
د پېښور د پوليسو مشر محمد طاهر وويل چې چاودنه کې د ترورېزم ضد ادارې دوه پرسونل ټپيان شوي او زدهکوونکو ته کوم زيان نهدى اوښتى.
د ده په خبره، بم هغه وخت وچاودېد چې د پوليسو موټر له سيمې په تېرېدو و او بله بمي وسيله ساحې ته نېږدې موندل شوې او شنډه کړاى شوې ده.
په محلي رسنيو کې خپاره شوي تصويرونه ښيي چې چاودنه کې د ښوونځي عمومي دروازه هم زيانمنه شوې ده.
چا د دې حملې مسؤليت نهدى منلى.