د سوريې سلګونه ياغيان او کورنۍ يې نن دوشنبه د دمشق له برزه سيمې په راوتو دي.
دولتي رسنۍ او يوه څارونکې ډله وايي، دوى له حکومت سره د يوې موافقې پر اساس له سيمې وځي.
دولتي ټلوېزيون راپور ورکړ چې له برزه سيمې ادلب ولايت ته چې د ياغيانو په کنټرول کې دى، د جنګياليو د وتلو موافقه د عملي کېدو په حال کې ده.
په دې اړه نور جزئيات نهدي ورکړل شوي.
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، تمه کېږي شااوخوا يو نيم زر کسان نن دوشنبه له برزه سيمې ووځي او نور کسان به په راتلونکو اوونيو کې ترې ولېږدول شي.
برزه سيمه د پلازمېنې دمشق په شمال ختيځ کې پرته ده چې په وروستيو مياشتو کې د ياغيانو او د سوريې د پوځ تر منځ د سختو جګړو شاهده وه.