د خوست د ښوونکو درې ورځنی کاري اعتصاب پای ته ورسېد

د خوست د زرګونه ښوونکو درې ورځنی کاري اعتصاب د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د خوست د څلورو ولسوالیو د ښوونکو یوه استازي رئیس‎ حسن د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، دوی سره ځايي ادارې، پوهنې وزارت او نورو امنیتي چارواکو ژمنه وکړه چې د ښوونکو د نمرو ستونزه هوارېږي.

رئيس ‎حسن زیاته کړه، که د ښوونکو غوښتنه ترسره نه‌شوه، نو ښوونکي به بیا ښوونځیو ته له تګه ډډه کوي او مسؤلیت به‌يې دوی ته متوجه نه‌وي.

بل‌خوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، د نمرو برخه کې ولایتي ادارې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او دې برخه کې به خپلې هڅې روانې وساتي.

نوموړي زیاته کړه، ولایتي ادارې ښوونکو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د نمرو ستونزه به په کابل کې هم تعقیب کړي، تر څو یادې ستونزې ته اساسي حل لاره پیدا شي.

د یادونې وړ ده، د تېرې شنبې ورځې راهیسې د خوست شااوخوا ۲۱۹ ښوونځي تړل شوي وو چې د یکشنبې په ورځ د ځاځي‎ میدان ښوونکو په خپله ښوونځي بېرته پرانیستل.

په یاد کاري اعتصاب کې له ۳ زرو ډېرو ښوونکو برخه اخیستې وه.