ننګرهار کې د داعش ۳۴ غړي وژل شوي او راډیو یې له‌منځه وړل شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د راډیویي دستګاه د له‌منځه وړلو تر څنګ د دې ډلې د ۳۴ غړو د وژلو خبر ورکوي.

د دغه وزارت له‎خوا په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت په نازیانو او اچین ولسوالیو کې د داعش ډلې په پټن‌ځایونو هوايي بریدونه شوي چې د دې ډلې يو شمېر غړي وژل شوي او د دوی پټڼ‌ځایونه هم له‌منځه وړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر وژل کېدل هم تائید کړي دي.

دغو چارواکو ویلي چې عبدالحسیب تېره میاشت ننګرهار کې د افغان او امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی دی.