د فرانسي منتخب ولسمشر امانوئل مکرون وروسته له هغې چې د یکشنبې ورځې د ولسمشرۍ په دوهم دور انتخاباتو کې په اسانۍ خپلې رقیبې ملتپالې مارین لوپن ته ماتې ورکړه، له اروپایي اتحادیې سرهیې د فرانسې د اړیکو د پیاوړي کېدو ژمنه وکړه.
مکرون تېر ماښام د پاریس د موزیم په انګړ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې موږ به وېرې او اختلافاتو ته ځای پرېنهږدو او زه به د هغو اختلافاتو په وړاندې مبارزه وکړم چې فرانسه زیانمنوي.
نوموړی وايي:
"زه له فرانسې، له حیاتي ګټو، له تصویر او پیامهیې دفاع کوم. زه تاسو ته وایم چې له اروپا، له خلکو او ګډ سرنوشت څخه بهیې دفاع وکړم. زموږ تمدن، زموږ د ژوند بڼه، زموږ ازادي، زموږ ارزښتونه، زموږ ګډې هیلې په خطر کې دي."
مکرون به د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر وي چې په اروپایي اتحادیه کې د فرانسې د مخکښ رول په دوام ټینګار کوي.
دغه انتخابات د فرانسې د راتلونکي لپاره په دوو متضادو لیدلورو څرخېدل.
د رسمي شمېرو له مخې تقریباً ټولې رأیې شمېرل شوي او د ۴۷ میلیونه رأی ورکوونکو په سلو کې څه باندې ۶۶یې مکرون ته رأیې ورکړې دي.
مکرون چې پخوا د اقتصاد وزیر و او په بانک کې یې کار کړی هېڅکله هم یوه انتخابي دنده نهده لرلې.
د هغه د بریالیتوب له اعلان سره دوه نور ښه خبرونه هم ملګري و، د دوو خپرو شویو نظر شمېرنو له مخې د مخ په وړاندې په نوم د هغه سیاسي غورځنګ به چې له تأسیس څخهیې یو کال وځي، په پارلماني انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د جون په ۱۱مه او ۱۸مه ترسره شي، لومړی ځای ونیسي.
دغه بریالیتوب چې د فرانسې په معاصر تاریخ کې دوهم ستر بریالیتوب ګڼل کېږي، په اروپا کې راپورته شوې اندېښنې چې له اروپایي اتحادیې د بریتانیا له وتلو وروسته د فرانسې په اړه چې ښایي دا هېواد هم ورته لاره خپله کړي، لیرې کړي.
د اروپایي کمېسیون مشر ژان-کلود یونکر ویلي چې دی ډېر خوښ دی چې فرانسې د اروپایي اتحادیې راتلونکې غوره کړه.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل دغه بریالیتوب د یوې پیاوړې او متحدې اروپا لپاره بریالیتوب بللی او ویلي یې دي چې هغه د ښاغلي مکرون د دې ژمنې نښه ده چې ویلي یې دي دی به اروپا ته د خپلې اجنډا په سر کې ځای ورکړي.
مېرکل دغه بریالیتوب د یوې پیاوړې او متحدې اروپا لپاره بریالیتوب بللی.
منتخب ولسمشر مکرون چې ۱۰ دقیقې یې په ټیلیفون له مېرمن مېرکل سره خبرې کړي، هغې تهیې ویلي چې ډېر ژر به برلین ته ورشي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د ټویټر له لارې ښاغلي مکرون ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دی ډېر لېواله دی چې له هغه سره ګډ کار وکړي.
ټاکل شوې ده چې امانوئل مکرون به د مې په ۱۴مه د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه چې مودهیې پنځه کاله ده، لوړه وکړي.