دفاع وزارت: د کندز د سقوط اندېښنې بې‌ځایه دي

د افغانستان دفاع وزارت په کندز او بدخشان ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کندز د سقوط په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي او افغان امنیتي ځواکونه په پوره مېړانه د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې مقابله کوي.

ښاغلي وزیري وویل:

"هېڅ داسې څه به ونه‌شي چې د کندز د سقوط لامل وګرځي، هلته زموږ قطعات موجود دي او نن یا سبا به نور ځواکونه هم ورواستول شي او ډېر ژر به کندز کې پراخ پوځي عملیات ترسره شي، د کندز، تخار او بدخشان خلک دې ډاډه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د کندز د ولایتي شورا يو شمېر غړو ازادي راډیو ته ویلي چې کندز ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دوی په خبره، د دې وېره شته چې دغه ولایت يو ځل بیا سقوط وکړي.

د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني ویلي چې طالبان د کندز ښار تر درې کېلو مترۍ رارسېدلي او خلک‌يې اندېښمن کړي.